Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د «سرخکان ملي پارک» جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي.
د لغمان د بادپښ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ ځینو کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه چې چارې یې د تېر حکومت پر مهال ۹۵ سلنه ترسره شوې، بشپړه شي.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د اړمنو ښځو لپاره ۸۴ نوي د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي څو د هغوی اقتصاد پیاوړی شي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ایارسي) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۸۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، قرغیو ولسوالۍ کې یې د کانګو «وينه بهوونکې» ساري ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د لغمان د ترافیکو مدیریت وايي چې د دغه ولایت په الینګار او دولتشاه ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان ولایتي مسوولین وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړيتوب د دښمنۍ ۱۶۳ نوې او د لسګونو کلونو پخوانۍ قضیې حل او فصل شوې دي.
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لا هم ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره شریکه کړې ده.
د لغمان ولایت د مرکز اړوند په چهلمټیو سیمه کې د دېوال نړیدو له امله دوه ماشومان مړه شوي او يو ټپي دی.
د لغمان امنیتي مسوولین وايي، نن غرمه د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان اړوند مشالې تنګي سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وایی، په دې ولسوالۍ کې یې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه یوه دوولس کسیزه باصلاحیته قومي کمېټه جوړه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP