Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې اړمنو ښځو ته ۸۴ د شاتو مچیو فارمونه جوړ شول

مهترلام (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۴): د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د اړمنو ښځو لپاره ۸۴ نوي د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي څو د هغوی اقتصاد پیاوړی شي.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نشراتو مسوول محمد سردار زیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د نږدې اته‌نیم میلیونه افغانیو په لګښت د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه اړمنو مېرمنو ته ۸۴ د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، هرې مېرمنې ته د ۱۰۰ زرو افغانیو په ارزښت ۱۰ د شاتو له مچیو ډکې پېټۍ، ۱۰ خالي پېټۍ او اړین وسایل ورکړل شوي دي.

ورته مهال، له یادو فارمونو څخه برخمنې شوې اړمنې کورنۍ د حکومت دغه اقدام ستایي چې د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه یې ورته د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړل.

د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ قومي مشر ملک حاجي کامران پژواک ته وویل، خوښ دي چې د حکومت له خوا د دوی په سیمه کې له اړمنو، کونډو او بې‌وزلو مېرمنو لپاره یو شمېر د شاتو د مچیو نوي فارمونه جوړ شوي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو مېرمنو ته چې پخوا سروې شوې وې، د شاتو له مچیو ۱۰ ډکې پیټۍ، ۱۰ خالي پېټۍ او نور د ضرورت وړ وسایل ورکړل شوي.

بلخوا، د ګردي کڅ اوسېدونکی قدرت‌الله وایي، خوښ دی چې د کرنې ریاست له خوا د دوی کورنۍ ته د شاتو د مچیو فارم جوړ شو.

دی وایي: «د دغو فارمونو تر جوړولو وړاندې زموږ د سیمې د زنانه‌و لپاره د شاتو د مچیو د ښه روزلو او ساتلو په خاطر ۳ میاشتې روزنه ورکړل شوه، اوس ورته فارمونه جوړل کړل شول.»

د یادونې ده، پخوا هم په لغمان کې د خصوصي سکټور اړوند ۱۰۵ بابه د شاتو د مچیو فارمونه شتون درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.