Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د جاپان د ۱۳،۵ میلیون ډالر مرستې خبر ورکوي او دغه راز وايي، د تېر کال په اوږدو کې یې په دغه هېواد کې له څه باندې شپږ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
د روغتيا نړۍوال سازمان له لوري د ننګرهار له اوو روغتونونو سره د ۲۷۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.
د ملکرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۲ میلیون امریکايي دالر مرسته اعلان کړه.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره یې د ۳۳ ټنه بشري مرستې جوپه تېره ورځ کابل ته رسېدلې او دغه مرسته به د هرات پر زلزلهځپلو ووېشل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اماناتو ځانګړي صندوق ویلي چې ډنمارک له افغانستان سره د ۶،۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۸۵۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، هند تېر یونیم کال کې له افغانستان سره د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې او له دې لارې یې په ۲۰۲۳ کال کې له څه باندې یو میلیون او په ۲۰۲۲ کال کې له ۴،۷ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې تېر مېلادي کال یې افغانستان کې له زیانمنو سره د څه باندې۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
له افغاني سرې مياشتې سره، ایسيارسي د ۲۰ ميليون افغانیو په ارزښت د ۱۶ امبولانسونو او سعودي عربستان د ۳۵۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو له زدهکوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.
په پاکستان کې د سویس سفارت وایي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره ۴،۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP