منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مرستې

۲۱۶ راپورونه

راپورونه

غړي

د یوناما مرستیال: له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیاله غوښتي د بشري مرستو په وېش کې دې شفافیت رامنځته کړي او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو خلکو ته کار پیدا او د ژوند په مهمو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته شي.

غړي

بریتانیا له افغانستان سره د اقلیم بدلون د اغېزو کمولو برخه کې د مرستې هوډ لري

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، د هېواد حکومت یې هوډ لري څو د اقلیم بدلون مدیریت او د هغه د اغېزو کمولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په خبره یې، اړتیا ده چې ا.ا د نړۍوالې ټولنې برخه شي.

غړي

د ټرمپ څرګندونو ته د سپینې ماڼۍ غبرګون: د امریکا مرستې د افغانستان خلکو ته استول کېږي

سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته چې افغانستان ته کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې د افغانستان خلکو ته رسېږي نه د افغانستان سرپرست حکومت ته او دا مرستې په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوې دي.

غړي

کابل کې د چین سفارت او یونیسف ترمنځ د یونیم میلیون ډالرو مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او په کابل کې د چین سفارت ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

غړي

ملا عبدالغني برادر له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره غور ته تللی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وضعیت څېړنې او د وروستیو سېلابو له زیانمنو سره د مرستې لپاره غور ولایت ته سفر کړی او ټاکل شوې د دغه ولایت له سېلاب‌ځپلو او بېلابېلو قشرونو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

«نړۍ‌‌وال باید افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او وړو صنعتونو برخو کې مرستې وکړي»

د سولې او پراختیايي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د نړۍ‌والو بېړنۍ مرستې غوره اقدام و، خو نور باید نړۍوال په داسې برخو کې پر مرستو تمرکز وکړي چې اړ خلک پر ځان بسیا کړي.  

نور راپورونه