Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هندۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمالځتیځه سیمه کې د تېرو درېیو ورځو سختو سېلابونو او ځمکېښویېدنې له امله لږ تر لږ ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت، افغانانو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي، دغه هېواد افغانانو ته د بېړنیو (ایمرجنسي) ویزو د ورکړې سیسټم لغوه او پر ځای یې یو نوی سیسټم رامنځته کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.
د راپورونو له مخې، هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی دی.
د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله او نن درېیمه لوبه د هند پر وړاندې کوي.
د هند او پاکستان شل اووریزه سوداګریزې سیالۍ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو له امله ځنډېدلې وې، د روانې غویي میاشتې په ۲۷مه نېټه بېرته پیلېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له هند او پاکستان سره په ګډه به د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر د شخړې د حل لپاره هڅې وکړي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هند او پاکستان د اوربند ترڅنګ هوکړه کړې چې هر اړخیزې خبرې اترې به پیلوي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوپر لیګ پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي او پاکستان ویلي چې تېره شپه یې د هند ۱۲ بېپیلوټه الوتکې غورځولې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP