Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په لسمه یوې فلمي ستوري ته د هغې د چوپ کولو په موخه د پیسو ورکولو له امله محکمې ته حاضر شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ او امریکا باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ رول ونه لوبوي.
واشنګټنپست پرون راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کېیف ترمنځ نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي خو کرملین دا خبرې رد کړې دي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کییف د جګړې په اړه ټیلېفوي خبرې کړې او په اوکراین کې یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د امریکا عدلیې وزارت یو ایرانی وګړی د ډونالد ټرمپ ترورولو طرحه کې پر لاس لرلو تورن کړی، خو ایران
د جمهوريغوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول چې په ولسمشریزو ټاکنو کې کاملا هريس ته په ماتې ورکولو د دویم ځل لپاره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر شي.
ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې ځان د امریکا ولسمشر اعلان کړ چې لا هم د ټاکنو ګټلو لپاره درېیو نورو الکټرال کالج رایو ته اړتیا لري.
د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ د وژلو درېیمه احتمالي هڅه یې شنډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د امريکا په فلوريډا ايالت کې «ګولف کلب» ته څېرمه هغه مهال ډزې شوې دي چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ لوبې کولې.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې ردوي او وايي، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي.
د امریکا دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان اعلان کړل.
نیکې هيلي د جمهوري غوښتونکو ګوند په ټاکنو کې د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو سره په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP