منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پاکستان

۱،۱۶۰ راپورونه

راپورونه

غړي

«له تورخمه هره ورځ سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي»

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، پاکستان له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ لږ تر لږه سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته د تورخم له لارې دغه هېواد ته د درملنې لپاره د تګ اجازه ورکوي.

غړي

پاکستان کې اسناد نه لرونکو افغانانو ته نن هېواد ته د راتلو اجازه ورکول کېږي

په تورخم کې افغان چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، هغه افغانان چې د اسنادو نه درلودو له امله په دغه هېواد کې بند پاتې دي، ټولو ته به د نن ورځې په اوږدو کې د تذکرو له مخې له پولې د رااوښتو اجازه ورکړل شي.

غړي

د افتونو د کنټرول اسانتیاوو نشتوالي له امله د هېواد صادراتي محصولاتو ډېره ګټه پاکستان ترلاسه کوي

د کندهار سوداګر او صنعتکاران وايي، په کور دننه د افتونو د کنټرول/ فومیګیشن اسانتیاوو د نشتوالي له امله اړ دي خپل کرنیز صادراتي محصولات په پاکستان کې فومیګېټ کړي چې په دې توګه د صادراتو ډېره ګټه دغه هېواد ترلاسه کوي.

غړي

د لوی درستیز مرستیال: هېچا ته پر خپلې خاورې د تېري اجازه نه ورکوو

د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال د يوه پلاوي په ملتيا د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وړمې شپې بمبار شوې سيمې ته د سفر پر مهال ويلي چې د حکومت مسوولين له خپلې خاورې په مېړانه دفاع کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر خاوره يې تېری وکړي.

د پاکستان برید ته غبرګونونه: افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي

افغانان، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته سخت غبرګونونه ښيي؛ پر افغانستان د برید شپه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه بولي او وایي افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي.

نور راپورونه