ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګي برید درې چینایي استادان وژلي

کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګي برید درې چینایي استادان وژلي

author avatar
26 Apr 2022 - 20:19
کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګي برید درې چینایي استادان وژلي
author avatar
26 Apr 2022 - 20:19

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۱) : د پاکستان د ستر ښار کراچۍ پوهنتون کې د یوه ځانمرګي برید له امله ددرېیو چینایي استادانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د ځایي امنیتي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې د ښځینه ځانمرګې بریدګرې لخوا دا برید نن د غویي په ۶مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا بجو شوی و.

سرچینو زیاته کړې، یوه ځانمرګې بریدګرې چې د کراچۍ پوهنتون په دروازه کې ولاړه وه، پر هغه موټر برید کړې چې پکې د یاد پوهنتون چینایي استادان سپاره وو.

د کراچۍ د پولیسو یو تن مشر مقدس حیدر رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ددرېیو چینایي استادانو په ګډون څلور تنه وژل شوي، چې دوه یې ښځې دي.

هغه سرچینې زیاته کړې چې وژل شوي چینایان د کراچۍ پوهنتون د چینایي ژبې د انسټیټیوټ استادان وو.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې یوه پیغله ښځه هلته ولاړه ده او کله چې د چینایي استادانو موټر راځي، دا ځان ته چاودنه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.