ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو کسانو په خوست کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

سلګونو کسانو په خوست کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

author avatar
16 Apr 2022 - 21:28
سلګونو کسانو په خوست کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ
author avatar
16 Apr 2022 - 21:28

خوست ښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستانیو جیټ الوتکو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په خوست ولایت کې د پاکستان پر ضد پراخه لاریون ترسره شو.

د پاکستان د هوایي ځواک جیټ الوتکو  دغه بمبار تېره شپه د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو پر څو کورونو شوی، چې په ترڅ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه راز دغو الوتکو پر کونړ ولایت هم هوایي بریدونه کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

لاريون کوونکو چې د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول او په پېښه کې د وژل شويو کسانو انځورونه يې ليږل، له افغان سرپرست حکومت او د نړيوالې ټولنې يې د پاکستان د دغه بريد په اړه د جدي تصميم نيولو غوښتنه وکړه.

د قديرالله په نوم يو تن لاريون وال پژواک خبري اژانس ته وويل ، پاکستاني جيټ الوتکو د افغانستان په

خاوره کې پر بې ځايه شويو کډوالو بريد کړی، چې دا د ټولو نړيوالو جنګي قوانينو خلاف عمل دی او جنګي جنايت دی.

نوموړي وويل پاکستان د دوی پر حريم تيری کړی، په کلکو ټکو کې يې غنده کوي او له نړيوالو غوښتنه کوي چې د پاکستان د دې عمل په مقابل کې پر پاکستان اقتصادي بنديزونه ولګوی  او په نړيواله محکمه کې دا قضيه تر څيړنې لاندې ونيسي.

هغه زياتوي: ((د پاکستان جابر رياست له خوا په يو هېواد کې د غير منصفانه او وحشيانه بريدونو په مقابل کې ولس تيار دی چې په خپله تصميم ونيسي. پاکستان تېره شپه په خوست، پکتيکا او کونړ کې ظالمانه بريدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ګڼ ولسي شهيدان کړل.))

د مريد نيکمل په نوم د دغه لاريون بل ګډونوال پژواک ته وويل چې د ملي دفاع وزارت بايد د پاکستان د ياد بريد په مقابل کې چوپ پاتې نه شي او پاکستان سره دې بالمثمل عمل وکړي.

دی وايي: ((زه د اسلامي امارت د ټولې رهبرۍ څخه په ډېر درنښت هيله کوم، د دې ځوانانو په استازيتوب هيله کوم چې دغه ظلم، دغه وحشت، دغه تيری، دغه بريد خاموش مه پرېږدی، دغې ته بايد ځواب ورکړو.))

همدا ډول د اضغر اکبري په نوم يو بل لاريونوال هم پژواک سره خبرو کې په خوست کې د پاکستاني جيټ الوتکو ياد بريد وغانده او د حکومت ترڅنګ يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان دې فشار راوړي، څو په دې اړه وضاحت ورکړي.

ده زياته کړه: ((پاکستان زموږ او ستاسو پوځ په پښو درول نه غواړي، پاکستان نه غواړي چې افغانستان دې جوړ شي، پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې يوالی او اتحاد وي. موږ د خپل پوځ نه ملاتړ کوو)).

اخوا د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم پر خوست او کونړ کې د پاکستاني جيټ تيارو د بريد په تړاو ويلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمايي کنه بدې پايلې به ولري. ده ويلي چې حکومت په خوست او کونړ کې په مېشتو کډوالو د پاکستان بريدونه په کلکو ټکو غندي. لاريونوالو په ورته وخت کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوله چې د پاکستان سره ټولې ډيپلوماټيکي اړيکې قطعه کړي او پر ضد د ا يې ورته عمل ترسره شي.

 

Visits: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.