Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر د پوهنې رییس وایي، د دغه ولایت په ۳۵ ښوونځيو کې نظامي ځواکونه مېشت وو، خو اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۱ ته راکم شوی او په راتلونکي کال کې به په هیڅ یوه ښوونځي کې نظامي ځواکونه نه وي.
د پنجشېر ولایت مسوولینو په یوه ناسته کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې نورو ولایتونو ته بېځایه شوي، خپلو اصلي سیمو ته دې راستانه شي او خپل سولهییز ژوند دې وکړي.
د اسلامي امارت وياند وايي، د پنجشېر په درېيو ولسوالیو کې تصفيوي عمليات شوي چې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور نيول شوي دي.
د پنجشېر د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو لار د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د سېلابونو له امله د پنجشېر د درې او ابشار ولسوالیو د لارو بندېدو او د سیند د اوبو کچې لوړېدو، د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د دغو لارو د پرانیستو په برخه کې دې هڅې ډېرې کړي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په شابه غرونو کې د دوو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
په پنجشېر کې سیمهییز مسوولین وايي، یوه چورلکه د تخنیکي عوارضو له امله په دغه ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو سپرلي ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، پنجشېر کې د خلکو د ځورونو په تړاو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان راپور د ده له مخکېنیو څېړنو سره سمون لري او په تړاو یې دې رڼې څېړنې وشي.
د پنجشېر ځیني اوسېدونکي په دغه ولايت کې د لسګونو کسانو له نيول کېدو شکايت لري او د پنجشېر د والي وياند د يو شمېر کسانو د نيول کېدو په تاييد سره وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د پنجشېر ولایت د مستوفیت مسوولین وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د پنجشېر په سفر کې له قومي مشرانو، مسوولینو او نورو اقشارو سره خبرې کړې، ویلي یې دي: «هیڅ اخلالګر ته» اجازه نه ورکول کېږي چې امنیت خراب کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP