Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پکتیا پوهنتون د محصلینو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند د سپینې شګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.
د پکتيا د سيدکرم او جانيخېلو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغو ولسوالیو کې د دوو ۳۰ بستريزو روغتونونو ودانیو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي چې باید بشپړې شي.
د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ اختريز جام سيالۍ د جهانګير لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ګردېز اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ریاست د حروفوي زدهکړو له مرکز څخه ۲۲۰ ځوانان پنځو بېلابېلو حرفو کې له شپږ میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول.
د پکتيا امنیه قومانداني وایي، دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو ۴۸ کسیزه قطعه جوړه شوې او ګزمې یې پیل کړې دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنگ رياست لخوا نن د لسګونه حافظانو تر منځ د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.
د پکتيا د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي، خو فارملرونکي بیا د کورني تولیداتو د بازار ښه کېدو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP