Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله زیانمنو شوو خلکو ته ۴۸ کورونه جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې يوه څلور کلنه ماشومه د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.
د پکتیکا د زلزلهځپلو ولسوالیو برمل، ګیان او زېړوک اوسېدونکي وايي، که څه هم له دوی سره په ځینو برخو کې مرستې شوې خو د بنسټیزو کارونو په برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.
ښرنه (پژواک ۱۴ لېدنۍ ۱۴۰۱) د پکتیکا ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکي او سیمهییز سوداګر وايي، که حکومت یې د جلغوزیو حاصلاتو ته بازار پیدا نه کړي، نو له زیان سره به مخ شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۸۰۰۰ زلزلهځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.
د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو ترمنځ په غځېدلو لویو لارو کې هغه پولګوټي رغوي چې د تېرو جګړو يا طبيعي پېښو له امله تخريب شوي دي.
د پکتيکا اوسېدونکي په تروې، وړممۍ او وازېخوا ولسواليو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دغو ولسوالیو ښوونځیو ته دې د ښوونکو تشکیل ډېر شي.
ناپېژانده کسانو د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند په «څلي کلي» کې یو ۱۹ کلن ځوان – چې ټاکل شوې وه نن یې د واده مراسم تر سره شي ـ وژلی دی.
د پکتيکا په مټاخان ولسوالي کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودې مرمۍ چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې مړی موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایتي روغتون د بسترونو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵۰ ته لوړ شوی چې د چارو د عملي تطبیق لپاره یې ۴۷ نوي مسلکي کارکوونکي جذب کړي، څو د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې دندې مخ ته یوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP