Language

پکتیکا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک ۱۴ لېدنۍ ۱۴۰۱) د پکتیکا ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا د مرکز ښرنې د  ملکي روغتون رییس ډاکټر یحیی پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه نن ترغرمې وروسته د ښرنې او ارګون ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لاره د سرروضې ولسوالۍ د کوټني په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې د سپرلیو یوه سراچه موټر له سړک څخه اوښتی او ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، د پېښې ټول قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ډاکټر یحیي وویل چې ټپیان کابل ته ددرملنې په موخه استول شوي دي.