مسوولین: په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته د حکومت ملکیت شوه.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو معین د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ښار کې ۴۰ زره غصب شوې ځمکه مسترد شوې ده.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون د کار له پیل راهیسې د څه باندې ۷،۹ میلیون جریب ځمکې سروې شوې او له دې ډلې ۵۸۹ زره ۴۹۹ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
د کورنیو چارو وزات وايي، د څو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه دوه زره جرېبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې يې ۱۷ زره او ۵۰۰ جريبه هغه شاړې ځمکې چې څو لسيزې نه وې کرل شوې، خصوصي سکټور ته یې په قرارداد ورکړې او ابادې شوې دي.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د قلعهیعقوب غیرپلاني سیمه یې په پلاني سیمو کې شامله کړې، څو د یاد ښار اساسي پراختیا ته لاره هواره شي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، تر اوسه په دغه ولايت کې ۲۹۸ زره او ۳۰۱ جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت او د بېرته راګرځولو هڅې یې پيل شوې دي. د بغلان د والي ویاند…
پکتیکا کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ډيله ولسوالۍ کې د بنګو ۲۰۰ جریب کښتونه اړول شوي دي.
د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې پرون شاوخوا ۲۷۰ جریب شخصي ځمکه چې له کلونو راهیسې غصب شوې وه، بېرته خپلو اصلي مالکانو ته يې وسپارل شوه.
د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، د دې ښاروالۍ اړوند نږدې درېنیم زره جریب ځمکه لا هم د غاصبینو په واک کې ده.
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د زعفرانو سیمې اړوند سلګونه جریب ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه چې په پام کې ده د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د ۳ ميلیون ډالرو په ارزښت پکې پانګونه وشي.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۱۱۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
په ننګرهار کې له غصبه د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسیون مسوولين وايي، تر اوسه يې په دغه ولايت کې ۱۱۶ جريب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې او خلکو ته يې د مېوو باغونو جوړولو په موخه په قرارداد ورکړې ده.
د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۵۷۲۳ جريبه ځمکه له غصب څخه وژغول شول چې کلونه یې د مالکیت پر سر د ځايي خلکو له لوري لانجه روانه وه. چارواکي وايي، دغه ځمکه دولتي وه…
په سرپل کې د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د فضایي ملي ادارې (ناسا) پوهانو ویلي، داسې یو ستوری یې کشف کړی چې د ځمکې په اندازه لوی دی او د خپل یوه ستوري زیست وړ سیمې په مدار کې…
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د جوړېدونکي نړۍوال اسلامي پوهنتون يوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوې او کورونه پرې جوړ شوي دي.
چارواکي وايي، د غزني هوايي ډګر شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ پکې جوړې شوې دي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې یې زر جریبه کرنیزه ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د ټولګټو وزارت وایي چې په کابل کې يې ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
د زابل چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او په دغه لړ کې یې په مرکز کلات کې د کډوالو ښارګوټي اړوند ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.