Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه امنيې قومانداني وایي، تېره شپه ناوخته د دغه ولایت د مرکز په شپږمه ناحیه کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.
د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ مسوولین د یوې ښځې له خوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکوي او وايي، دغې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې دغه کار ترې سهواً شوی دی.
د غور امنیتي مسوولین وایي، د یاد ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.
د لوګر په مرکز پل علم کې ناپېژاندو وسله والو یو ځوان پر ډزو وژلی دی.
د غزني امنيتي مسوولین وايي چې په دې ولايت کې يو ځوان د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې يوه ځوان په بې رحمۍ سره خپله مور وژلې ده.
د لوګر په مرکز پل علم کې وسله والو موټر سپرو دوه کسان لومړی تښتولي او وروسته یې یو وژلی او بل یې بېرته خوشی کړی دی.
د ميدان وردګو امنيتي مسوولين وايي چې يو ١٥ ځوان يې د کابل په ارغندۍ سيمه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې په مرکز ګردېز کې په بورۍ کې د يوه ځوان جسد موندل شوى دى.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP