Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني امنيه قومانداني وایي، د غزني ښار بلخ دروازې ته څېرمه د ټانکر جوړونې سرای کې یو ټانکر کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه وژلي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د سینمایپامیر په سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې۱۱ تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی – په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر چاودنه کړې چې له امله یې ۱۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چیني انجینرانو پر یوه کاروان چاودنه شوې چې له امله یې دوه چینایان وژل شوي، یو چیني او شاوخوا لس پاکستانیان ټپیان شوي دي.
د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د هند په اندرا پرادېش ایالت کې د درمل جوړولو یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله چاودنه شوې او یو کس یې وژلی دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن