د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د دغه ولایت د امنیې قومانداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیرت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
نن پېښور کې چاودنې د مولوي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو مولوي شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتوانخوا په دیره اسماعیلخان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، د دغه وزارت په دروازه کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملتان په یوه صنعتي سیمه کې د ګازو یوه ټانکر چاودنه کړې چې امله یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياریوب ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.