Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په دولتي ښوونځيو کې ۱۸۰۰ ښوونکي کم دي چې ۷۵۹ يې ښځې دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په دغه ولايت کې د ديني مدرسو لپاره څه باندې ٧٠٠ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي.
یو شمېر ښوونکي او د زدهکړو برخې پوهان د درسونو په زدهکولو کې ماشومانو ته د خپلو کورنیو له لوري انګېزه ورکول اغېزناک بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو درسونو ته جدي پام وکړي.
. . .
تالقان (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د تخار د یوه ښوونځي ښوونکي حبیبالرحمن منصوري په خپل شخصي لګښت د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین او درقد
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې ۸۰۰ نارینه او ښځينه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي چې ورسره به په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه ۹۹ سلنه حل شي.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، دوی ته په تېر نظام کې د یوې یوې نمرې ځمکې اسناد ورکړل شوي، خو لا ځمکې یې ورته سپارل شوې نه دي.
د پکتيکا اوسېدونکي په تروې، وړممۍ او وازېخوا ولسواليو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دغو ولسوالیو ښوونځیو ته دې د ښوونکو تشکیل ډېر شي.
په کندهار کې د ښوونکي ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم ګڼ شمېر ښوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي چې باید مادي ستونزې یې حل شي.
د پکتیکا ښوونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو ښارګوټی شاوخوا درې کاله مخکې پرانیستل شوی خو ښوونکو ته په کې تر اوسه د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.
د پروان ولایت ښوونکي شکایت لري چې د عزیزي بانک له لارې د دوی میاشتنۍ تنخوا ورکول ستونزمن شوی او ډېر وخت نیسي؛ هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي او کومې ورځې چې معاشونو پسې بانک ته ورځي نو زدهکوونکي هم له درسونو پاتې کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن