Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د محمدنصیر په نوم یو ځوان چې له اتو کلونو راهیسې کابل ښار کې بوټونه ګنډی او رنګوي وایي، ورځنی عاید یې ډېر کم دی خو بیا هم ډېره هڅه کوي پر خپلو اولادونو زدهکړې وکړي څو روښانه راتلونکې ولري.
د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت نن کابل ښار کې د لومړنیو خوراکي او نفتي کولو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند بهارستان سیمه کې د اورلګېدنې له امله د یوه مارکېټ سوځېدو ترڅنګ یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي شوی دی.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په پرتله د هندي بورې او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې شوې خو د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې پولیسو د کابل ښار د حاجي عبدالقدیر لېسې یو زدهکوونکی د دې لېسې د یوه بل زدهکوونکي د قتل په تور نیولی او زیاتوي، نیول شوی هلک عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
کابل ښار کې ځيني خطاطان او انځورګر وایي، سره له دې چې له تکنالوژۍ استفادې د دوی پر کاروبار اغېز کړی، تېرو دوو کلونو کې یې له بهره سفارشات هم کم شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې د «غلو» له هغې ډلې سره د پولیسو نښته کې یو «غل» وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی چې غوښتل یې له یوه سوداګره ۱.۷ میلیونه افغانۍ غلا کړي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي خو برېښنا شرکت بيا وايي چې اوسمهال په کابل کې د برېښنا نورماله پرچاوي ده.
افغاني سره میاشتې ټولنې نن په کابل ښار کې له ۳۴۳ سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې.
کابل ښار کې د انګلیسي ژبې د زدهکړې ځینو کورسونو مسوولین د تېرو دوو کلونو په پرتله د خپلو شاګردانو د شمېر له کمېدو اندېښنه څرګندوي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت نن کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټېدو ترڅنګ د مالیزیايي غوړو او اوبلن ګازو بیې هم ټیټې شوې خو د پټرول تېلو بیه بیا لوړه شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې يې د شرابو یوه کارخونه له منځه وړې او له دې کارخونې یې ۴۰۰ لیټره شراب ترلاسه کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن