په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د سترګو د څلور زره ناروغانو وړيا درملنه پيل شوه چې په دې کې څلور سوه د سترګو عمليات هم شامل دي.
کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل او کندهار کې د سترګو د ۸۰۰۰ ناروغانو د وړیا درملنې خبر ورکړی
د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتحخېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.
د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.
د کابل یو شمېر ښاریان د یک پیسهګي پل بیارغولو کار له پیلیدو هرکلی کړی خو د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د یاد پل په اصلي بڼه کې ډېر بدلون را نهولي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د ښار په اتمه حوزه کې د امنیتي کسانو او وسلهوالو غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی او څلور نور نیول شوي دي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وايي، د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې –چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله درېدلې وې- بېرته پیل شوې او تر راتلونکي یوه کال پورې به بشپړې شي.
د کندهار پخوانی سناتور محمدعمر شېرزاد وایي، وسلهوالو کسانو یې کابل کې له کوره زرهي موټر بیولی خو امنیې قوماندانۍ وویل، دا پېښه تر څېړنو لاندې ده، هیله شته دغه وسلهوال ونیول شي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بډمينټون ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې سر له سبا به د کابل او چین ترمنځ نېغ په نېغه الوتنې پیل او په کابل کې به د ارزانه کورونو جوړولو پروژه هم پرانیستل شي.
په کابل کې د انتاني روغتون مسوولین وايي، د تېر کال په وري میاشت کې ٣٥٦ کسانو د زيړي ناروغۍ درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کړې وه، خو د سږ کال په وري مياشت کې بيا دغه شمېر ١٢٩٣ کسانو ته لوړ شوی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لاسيپلورونکو ته د غرفو له وېش وروسته په ښار کې نسبي نظم او پاکوالی رامنځته شوی؛ خو د ښاروالۍ یوه مسوول وویل چې لاسيپلورونکو ته غرفې په موقت ډول وېشل شوې او د هغوی لپاره ټاکل شوې ساحې عامه ځایونه دي.