ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بډمينټون سیالۍ پیل شوې

کابل کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بډمينټون سیالۍ پیل شوې

author avatar
27 May 2023 - 12:49
کابل کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بډمينټون سیالۍ پیل شوې
author avatar
27 May 2023 - 12:49

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د بډمينټون ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د المپیک ملي کمېټې ویلي چې دغه سیالۍ تېره ورځ په کابل کې پیل شوې او پنځه ورځې به دوام وکړي.

یادې کمېټې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د بډمينټون ملي لوبډلې لپاره دوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د ۱۲ ولایتونو ترمنځ پیل شوې چې ۱۵۰ ورزشکارانو پکې برخه اخیستی ده.

سرچینه زیاتوي، په یادو سیالیو کې له هرات، فراه، سرپل، مزار، بامیان، غزني، لغمان، ننګرهار، بدخشان، لوګر، کابل او پروان ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړى دی.

دغه‌راز یادې سیالۍ د څلورو کټګوریو لويانو، ځوانانو، نوو ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ ترسره کېږي.

بلخوا بیا د ورزش او المپیک ملي کمېټې ویاند الله‌محمد اتل مشواڼي پژواک ته وویل چې د یادو سیالیو په پای کې به ۴۰ ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.