ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انتاني روغتون: د زيړي ناروغۍ پېښې درې برابره ډېرې شوې دي

انتاني روغتون: د زيړي ناروغۍ پېښې درې برابره ډېرې شوې دي

author avatar
23 May 2023 - 14:15
انتاني روغتون: د زيړي ناروغۍ پېښې درې برابره ډېرې شوې دي
author avatar
23 May 2023 - 14:15

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د انتاني روغتون مسوولین وايي، د تېر کال په وري میاشت کې ٣٥٦ کسانو د زيړي ناروغۍ درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کړې وه، خو د سږ کال په وري مياشت کې بيا دغه شمېر ١٢٩٣ کسانو ته لوړ شوی دی.

د یادې موضوع په اړه په کابل کې د انتاني روغتون د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر احسان‌الله حکیمي پژواک ته د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د تېر کال د لومړیو میاشتو په پرتله په روان کال کې دغه روغتون ته پر زیړي ناروغۍ اخته مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.

هغه وایي، د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت پر زیړي ناروغۍ اخته ۳۵۶ کسانو دغه روغتون ته مراجعه کړې وه خو د روان کال په وري میاشت کې بیا ۱۲۹۳ ناروغانو مراجعه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «د تېر کال په لومړیو میاشتو کې مونږ دومره درمل نه درلودل چې په وړیا توګه مو خلکو ته ورکړي واى او خلکو هم اقتصادي ستونزې درلودلې، که څوک به مونږ ته راتلل نو مونږ مجبوره وو چې دوی خصوصي سکټور ته معرفي کړو، ترڅو له روغتون څخه بهر درمل واخلي او هم معاینات وکړي؛ نو همدا لامل و چې خلکو کمه مراجعه کوله.»

حکیمي وایي، د تېر کال په تلې میاشت کې یوې بهرنۍ موسسې د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې له انتاني روغتون سره د درملو او نورو برخو کې همکاري پيل کړه چې ورسره سم د زېړ زیړي ناروغانو مراجعه هم ډېره شوه.

هغه زیاتوي، د موسسې له همکارۍ وروسته تېر کال په تلې میاشت کې یاد روغتون ته ۵۷۸ د زېړ زیړي ناروغانو مراجعه وکړه او په مرغومي میاشت کې بیا دغه شمېر ۹۰۰ کسانو ته ورسېد.

نوموړی وایي، یاد روغتون ته به مخکې په ورځ کې پر زیړي ناروغۍ اخته شاوخوا ۳۰ کسان راتلل، خو اوس په دغه شمېر کې ډېروالی راغلی او د ورځې له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې ناروغان مراجعه کوي.

هغه انتاني روغتون ته د پخوا په پرتله پر زېړ زیړي د اخته مراجعینو د شمېر ډېرېدو لامل په هېواد کې د دغې ناروغۍ یو څه زیاتوالی او خلکو ته په وړیا ډول د خدمتونو وړاندې کول بولي.

حکیمي وایي، انتاني روغتون ۲۰۰ بستره لري، له مرکز او ولایتونو څخه ورته پر زیړي او نورو ساري نارغیو اخته کسان مراجعه کوي او که د کوم کس روغتيایي حالت ښه نه وي نو دلته یې بستروي.

د ډاکټر احسان‌الله حکیمي د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې پر زیړي ناروغۍ اخته ۸۶۹۷ کسانو انتاني روغتون ته مراجعه کړې وه.

هغه وویل: «مونږ د زېړ زیړي ناروغانو ته دوه دوزه واکسین ورکوو، لومړی دوز چې وکړي دویم ځل یې که څلور میاشتې وروسته وکړي او که یو کال وروسته يې وکړي پروا نه لري، خو همدا دوه ځل ورته کېږي.»

د نوموړي په وینا، د زړه بدوالی، په جلد او سترګو کې زېړوالی، ښي خواته د ګېډې درد، د تشو بولو زېړوالی او په ځينو کسانو کې د پوستکي خارښت د یادې ناروغۍ علایم دي.

هغه وویل، یاده ناروغي په ماشومانو کې یو څه ډېره ده؛ دا ځکه چې په ځینو کلیوالي سیمو کې یو شمېر ښځې نه معاینات کوي او نه هم په دې پوهېږي چې دوی زېړی لري او کله یې چې ماشوم پیدا شي نو ډېر وخت پر زېړي ناروغۍ اخته وي.

هغه وایي، پر یادې ناروغۍ ځوانان او د هر عمر کسان اخته کېدای شي او دغه ناروغي له بېلابېلو لارو له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي.

بل لورته، د کاپيسا يوه اوسېدونکي امان‌الله چې انتاني روغتون ته يې مراجعه کړې، پژواک ته وويل چې د زېړي ناروغي لري او دوه ورځې کېږي چې په دغه روغتون کې بستر دی.

هغه وایي: «په کاپیسا کې ډاکټر ته لاړم، راته یې وویل چې ته زېړی یې، هلته د زېړي شفاخانه نشته نو ځکه کابل ته راغلم او دلته درمل هر څه په وړیا توګه راکوي او ډاکټران هم مونږ ته ډېره پاملرنه کوي.»

همداراز د کابل يوه اوسېدونکي ذبیح‌الله پژواک ته وویل، پر زېړ زېړي ناروغۍ اخته دی او درې ورځې کېږي چې په انتاني روغتون کې بستر دی.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې مخکې مې ټول بدن درد کاوه او بې‌حاله وم، کله چې انتاني روغتون ته راغلم نو وینه مې معاینه کړه او زیړی وم؛ په دې روغتون کې  درمل په وړیا توګه راکوي او کوم درمل چې دلته نه وي بیا یې له روغتون څخه بیرون اخلم.»

دغه‌راز زېړ زېړی (هیپټایټس سي)  يو ساري ویروس دی چې په مختلفو لارو له يوه انسان څخه بل ته انتقالېږي او کله چې د زېړي ویروس بدن ته داخل شي، نو د ځیګر د میکروبي کېدو او تخریب کولو لامل ګرځي.

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.