په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېن – هبیتات) په کابل کې د اوبو د کمښت ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې دې ستونزې ته رسېدنه پراخې پانګونې، هراړخیزې همکارۍ او د عامه پوهاوي لوړېدو ته اړتیا لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ټرانس – افغان پروژې(UAP) د امکانسنجۍ مطالعاتو هوکړهلیک د لاسلیک په موخه کابل ته راځي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن به په کابل کې د اوزبېکستان، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزیران دوه او درې اړخیزې غونډې وکړي او د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د «ټرانس – افغان» لویې پروژې د امکانسنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه په کابل کې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسیک پاورلیفټینګ سیالۍ نن پیل شوې.
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو ارزولو په موخه د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د چین سفارت له استازو سره په لیدنه کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړو خونو پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی او د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP