د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی له پاکستانه د افغان کډوالو پر اجباري او غیر مسوولانه ایستلو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه کړنه د بشري حقونو او نړۍوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.
پخوانی ولسمشر کرزی وايي، د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده او دغه هېواد دې د خپلو تېرو څو لسیزو پر پالیسي له سره ژور غور وکړي او بدله دې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن