د کونړ په مرکز اسعداباد کې یو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو، نن په ودونو کې د بېځایه لګښتونو مخنیوي او د ټولنې اصلاح په موخه ۹ مادهییزه پرېکړه اعلان کړه.
د تېر حکومت یو معلول سرتېری وايي، په تېره شل کلنه جګړه کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړې او اوس که ټوله نړۍ دده شي پرې شوې پښې يې بېرته نه جوړېږي او تل به معلول وي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو شمېر خلک د زرو په لټون د سیند شګې چاڼوي څو له لارې یې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
اسعداباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې پر یوه کور له غره لویه ډبره ښويېدلې چې له امله یې د
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې او ولایتي مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۳۰ کلنه دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تېره شپه د یوه کور د خوني چت لوېدلی چې له امله یې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
معراج بيبي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې يې د امریکايي پوځيانو په هوايي برید کې مېرمن او څلور زامن له لاسه ورکړي، اوس رواني ستونزې ورته پيدا شوې دي.
د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
اسعداباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلورو معلولینو – چې یو ورور او درې خویندې دي –
په کونړ کې د وسلو راټولولو کمېسیون وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات راټول شوي دي.
اسعداباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د قومونو تازه تړون له مخې، که هر څوک د ځنګلونو ونې ووهي، د