ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې اغېزې؛ کونړ کې د یوه داسې چا کیسه چې په جګړه کې يې ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې

د جګړې اغېزې؛ کونړ کې د یوه داسې چا کیسه چې په جګړه کې يې ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې

author avatar
16 Jan 2023 - 15:18
د جګړې اغېزې؛ کونړ کې د یوه داسې چا کیسه چې په جګړه کې يې ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې
author avatar
16 Jan 2023 - 15:18

سعداباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې يې د امریکايي پوځيانو په هوايي برید کې مېرمن او څلور زامن له لاسه ورکړي، اوس رواني ستونزې ورته پيدا شوې دي.

دغه کس چې ګلاب سید نومېږي، ۵۰ کلن او د ماڼوګي ولسوالۍ د کړنګل درې اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي: «۱۵ کاله وړاندې زموږ پر کور امریکايي پوځيانو بمبار وکړ او له امله يې زما مېرمن او څلور زامن شهیدان شول، اوس له ډېره غمه رواني ستونزې راته پيدا شوې دي.»

ګلاب سید چې له غره د راټول کړو لرګیو پنډ ته يې ډډه وهلې وه، پژواک اژانس ته وویل، د مېرمنې او بچیانو له لاسه ورکولو له امله ورته ډېر غمونه او دردونه په میراث پاتې دي.

هغه وویل: «زما په درد یوازې هغه څوک پوهېږي چې هغوی د بچیانو غم لیدلی وي، زه ډېر ځورېدلی یم، رواني وضعیت مې ښه نه دی.»

نوموړي زیاته کړه، هغه شېبه يې اوس هم سترګو ته درېږي چې بمونه ورېدل او بچیانو يې د تېښتې هېڅ لار نه درلوده.

هغه وویل: «سهار وختي زه د خپلو څارویو لیدو لپاره له کوره ووتلم، ناڅاپه مې د بمونو غږ واورېد او زموږ له کوره لوګي پورته شول، کله چې کورته لاړم ومې لیدل چې له خاورو سره خاورې شوی او هرڅه مې له لاسه ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه، مشر زوی يې ۱۷ کلن او درې نور یې کشران وو، دوی ټول له خپلې مور سره په یوه خونه کې وژل شوي وو.

ګلاب سید په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې وویل، که په وطن کې جګړه نه وای نو داسې غم به يې نه لیدو.

هغه زیاتوي: «زما په تقدیر کې به خدای همداسې لیکلي و، خپله ټوله کورنۍ مې چې ډیرې هیلې مې ورپورې تړلې وې په جګړه کې له لاسه ورکړل، هغوی مې به مې هېڅکله هېر نه شي.»

ګلاب سید وايي، اوس يې بل واده کړی او څلور زامن لري، هیله لري چې دغه زامن یې په امن او سوله کې ژوند وکړي او د پخوانیو زامنو په څېر یې د جګړې قرباني نه شي.

د کوړنګل درې د عالي‌اباد اوسېدونکی شاکرالله وایي، د دوی په سیمه کې د ګلاب سید په شان ډېرو کسانو په تېره جګړه کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

ده وویل: «ګلاب سید زموږ ګاونډی دی او ۱۵ کاله وړاندې يې د کورنۍ ټول غړي په هوایي برید کې شهیدان شول، هغه ته د دویم واده کولو وروسته خدای څلور بچیان ورکړل.»

نوموړی له حکومته غواړي، د ګلاب سید په څېر د هغو کورنیو لاسنیوی وکړي چې په تېرو جګړو کې زیانمن شوي دي.

بلخوا، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، حکومت د یوه منظم پلان له مخې په تېرو جګړو کې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې هڅې پېل کړې دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وايي، د تېرو سختو جګړو له امله په کونړ کې ګڼې کورنۍ زیانمنې شوې او ډېری يې مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: «هڅه کوو چې د تېرو جګړو له قربانیانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړو.»

د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې د میلیونونو کسانو ژوند اخیستی او په همدې شمېر معلولین يې په میراث پرېیښي دي.

Visits: 484

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.