ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې درې معلولو خویندو او ورور د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې ده

کونړ کې درې معلولو خویندو او ورور د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې ده

author avatar
4 Jan 2023 - 14:53
کونړ کې درې معلولو خویندو او ورور د صابون جوړولو کارخونه جوړه کړې ده
author avatar
4 Jan 2023 - 14:53

اسعداباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلورو معلولینو – چې یو ورور او درې خویندې دي – په خپل کور کې د صابون جوړولو وړه کارخونه جوکړه کړې ده.

یاد کسان چې د سرکاڼو اړوند په کوچیانو بېله سیمه کې ژوند کوي وايي، له موره معلول زېږېدلي او د ژوند اړتیاوې د صابون تولیدولو وړې کارخونې له لارې پوره کوي.

پر دواړو پښو معلوله ۳۶ کلنه پروین وايي: «پلار مې پنځه اولادونه لري چې یوازې یو کشر ورور مې روغ دی او موږ درې خوېندې او یو ورور په پښو شل یو.»

 هغې زیاته کړه، ډېرو ډاکټرانو ته يې د درملنې په موخه مراجعه کړې خو درملنه یې نه کېږي.

نوموړې وویل: «د ځان او نورو معلولو خویندو او وروڼو د راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم، خو پر دې حال شکر وباسم چې چاته احتیاج نه یو او یوه مړۍ ډوډۍ په خپلو مټو پيدا کولای شو.»

د پروین ۳۰ کلن ورور محمدعمر هم چې پر دواړو پښو معلول دی وايي، لس کاله مخکې یوې خیریه موسسې د صابون جوړول ور زده کړل او اوس له خپلو درېیو معلولو خویندو سره په کور کې د صابون تولید یوه وړه کارخونه لري.

هغه وايي، د صابون تولید لپاره خام مواد له ننګرهاره راوړي او په وینا يې، په دې وروستیو کې دغه مواد هم کم شوي دي.

نوموړي وویل: «واده مې کړی او پنځه بچیان لرم، شکر هغوی ټول روغ دي او لګښت مو له همدې صابون جوړولو برابروو.»

هغه زیاته کړه، د صابون د تولید کچه ډېره نه ده، یوازې په خپل کلي کې يې د خلکو لپاره بسنه کوي.

محمدعمر وايي: «کسب ښه دی او که موږ کسب نه وای زده کړی اوس به د خلکو مرستې ته اړ وو، په داسې حال کې چې اوس موږ له خلکو سره مرسته کوو او ډېر کلیوال مو پوروړي دي.»

د یادو معلولینو پلار سلیمان چې پیوند جامې يې پرتن وې، پژواک ته وویل، د اولادونو معلولیت ژوند  ډېر ور تریخ کړی او تل د راتلونکي په اړه یې فکر کوي.

هغه وویل: «د والدینو یوه مهمه هیله دا وي چې بچیان يې خوشحاله او ارامه ژوند ولري، خو له بده‌مرغه زما څلور اولادونه معلول دي او یوازې کشر زوی مې روغ دی، د دوی معلولیت مې سخت ځوروي.»

نوموړي زیاته کړه، خپل معلول بچیان يې د درملني لپاره ډېرو ډاکټرانو ته بېولي، خو هغوی ورته ویلي چې دا معلولین نه رغېږي.

سلیمان وايي چې خپله وزګار دی او یوازې د اولادونو له خوا د تولید شوي صابون پر پیسو د کور لګښت پوره کوي.

هغه له حکومته وغوښتل چې اولادونو ته دې يې د صابون جوړولو یوې فابریکې جوړولو زمینه برابره کړي څو هم يې خپل کار پرې جوړ شي او هم نورو ته یې ګټه ورسېږي.

Visits: 549

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.