ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
30 Jan 2023 - 17:27
کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
30 Jan 2023 - 17:27

اسعداباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې او ولایتي مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۳۰ کلنه دښمنۍ وروسته روغه وشوه.

قومي مشران وايي، دا دښمني د نورګل ولسوالۍ په شولت سیمه کې د سلام جان او عبدالغفار کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړې له امله پېښه شوې وه او د دواړو لورو شپږ کسان پکې وژل شوي وو.

قومي مشر او د یادې جرګې غړي ملک حسن خان وویل: «دواړو کورنیو کابو ۳۰ کاله له یو بل سره دښمني پاللې او نن یې یو بل ته بښنه وکړه؛ دغو کورنیو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د ورورۍ  په فضا کې ژوند تېروي.»

هغه زیاته کړه، جرګې پرېکړه وکړه چې که په راتلونکي کې هر لوري پر بل تېری وکړ نو قوم به ورسره په ټولو چارو کې پرېکون اعلان کړي.

د کونړ والي احمد طه هم له خلکو وغوښتل چې له یو بل سره دې له دښمنۍ ځان وساتي او د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

نوموړي وویل: «له ښه مرغه د حکومت په هڅو او د قومي جرګې پر مټ نن د سلام جان او عبدالغفار د کورنیو ترمنځ د اوږدې مودې دښمني پر روغې جوړې بدله شوه، زموږ هیله ده چې دواړه کورنۍ له دې وروسته په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»

هغه وایي، په ټول هېواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او ولایتي اداره له قومي مشرانو سره په ګډه هڅه کوي چې په کونړ کې د خلکو ترمنځ ټوکېدلې شخړې او د ښمنۍ حل او د ګډ ژوند تېرولو مناسبه فضا رامنځته کړي.

 بلخوا د یادو کورنیو مشران هم ترمنځ یې له شوې روغې جوړې خوښ دي او وايي، له دې وروسته به پر یو بل تېری نه کوي.

عبدالغفار چې په یاده دښمنۍ کې يې د کورنۍ درې ځوانان له لاسه ورکړي وایي: «زموږ ترمنځ دښمني چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه، کابو ۳۰ کاله یې دوام وکړ؛ د کورنۍ درې غړي مې پکې له لاسه ورکړل، زه له ولایتي ادارې او قومي جرګې څخه مننه کوم چې د خبرو اترو له لارې یې زموږ ترمنځ سوله وکړه.»

نوموړي له نورو هغو کورنیو هم د سولې او روغې جوړې غوښتنه وکړه چې په خپلو منځو کې دښمني او تربګني پالي.

د یادونې ده، د مرغومې په ۲۰مه هم د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د قومي جرګې له لارې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پر روغې جوړې بدله شوه.

Visits: 243

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.