ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په شیګل کې یو شمېر خلک د سیند غاړو شګو کې زر لټوي

د کونړ په شیګل کې یو شمېر خلک د سیند غاړو شګو کې زر لټوي

author avatar
9 Feb 2023 - 13:34
د کونړ په شیګل کې یو شمېر خلک د سیند غاړو شګو کې زر لټوي
author avatar
9 Feb 2023 - 13:34

اسعداباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو شمېر خلک د زرو په لټون د سیند شګې چاڼوي څو له لارې یې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

یاد زرلټونکي وايي، کېدای شي د سیند په اوږدو کې د سروزرو کوم کان شتون ولري؛ ځکه د ژمي په موسم کې د سیند څنډو ته په شګو کې سره زر پيدا کېږي.

 خو د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست په خبره چې تر اوسه یې په دې اړه د سیند شاوخوا کومه سروې یا پلټنه نه ده کړې.

د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۶ کلن سلیمان چې له خپلو څلورو وروڼو سره د سیند غاړې ته د سروزرو موندلو په موخه شګې چاڼوي وايي، کله کله سره زر پيدا کوي او د هغو د پلور له لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.

دی وايي، له کلونو راهیسې د ژمي په موسم کې د سیند غاړو شګو کې سره زر لټوي.

هغه وویل: «دلته له ډېرو کلونو راهیسې له تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان او یو شمېر نورو ولایتونو خلک راتلل او موږ دا کسب له هغوی زده کړی، کله چې وزګار شو نو سره زر لټوو.»

د نوموړي په خبره چې دوی له دې لارې د ورځې د پنځه سوه تر اته سوه افغانیو په ارزښت سره زر ترلاسه کوي چې په دې سره یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې یو څه هوارېږي.

خو هغه وايي، په دغه کار کې ډېره ګټه نشته، د ورځې یوازې د پنځه سوه تر اته سوه افغانیو په ارزښت زر پیدا کوي.

د شیګل ولسوالۍ د کربوړي کلي اوسېدونکی طیب هم یو له هغو کسانو دی چې د زر پیدا کولو په موخه د سیند شګې چاڼوي.

هغه وویل، د مرغومي له لومړیو بیا د کب میاشتې تر وروستیو په سیند کې اوبه کمې وي، په همدې موده کې د زر چاڼولو امکان ډېر وي.

نوموړي زیاته کړه، داسې ښکاري په هغو سیمو کې چې د سیند سرچینې دي او یا د سیند په مسیر کې پرتې دي، ښايي د سروزرو کان شتون ولري.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې يادې سیمې دې وپلټنې او په وینا يې که هلته د سروزرو کان پيدا شي نو دا به د هېواد او خلکو په ګټه وي.

بلخوا، د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمدشېرين حقاني پژواک ته وویل، مرکزي حکومت ته يې معلومات ورکړي چې د سیند شاوخوا کې خلک سره زر لټوي نو له دې ښکاري چې ښايي شاوخوا کوم کان شتون ولري.

خو وايي، تر اوسه نه په تېرو نظامونو کې او نه اوس کوم کان پيدا شوی او نه يې په اړه پلټنه یا سروې شوې ده.

Visits: 493

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.