د کډوالو وزير: ډېر ژر به له پاکستانه راستنو شوو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيل شي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال وويل چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره له پاکستان څخه راستنو شويو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيلېږي.






















