بهرنیو چارو وزارت پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کېدو په اړه د یوناما څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی او باید تکرار نه شي.
د یوناما مشرې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار بندیزونه به په راتلونکي کې اوږدمهاله زیانونه ولري.