Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
رسنیو راپور ورکړی چې د دیجیټلي اسعارو بازار ته د بېټکوین (BTC) له داخلیدو راهیسې د دغه ارز ارزښت خپل اوج ته رسېدلی او په مالي بازارونو کې د یوه بېټکوین ارزښت څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی خو د مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر قومي مشرانو سره په ليدنه کې ویلي، ا.ا د خلکو اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولای شي خپل نظر له چارواکو سره شریک کړي.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د پټرولو، اوبلن ګاز، قزاقي اوړو، غوړو او د سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د پژواک موندنې ښيي د دې ترڅنګ چې په ۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی، د تېلو بیې ۱۲ سلنه، د ځینو لومړنیو توکو بیې څه باندې ۱۵ سلنه او د سروزو بیې ۶ سلنه ټيټې شوې دي.
د افغانستان بانک وايي، د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵،۴۲ سلنه لوړ شوی او دغه راز یې تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۴،۷ میليارد افغانيو په ارزښت مندرس بانکنوټونه سوځولي دي.
د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړۍواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او نړۍوال اړخونه باید د «وسلهوالو جنایتکارانو» د کنټرول په موخه د ا.ا له هڅو ملاتړ وکړي.
نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي، خو د لومړنیو خوراکي توکو د بیو ټیټېدل غواړي.
. . .
نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP