د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې د شمال اړوند په بیتلاهیا سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې ۵۰ تنه فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۳۰ سلنه یې ماشومان دي.
د اسرائیلو پارلمان داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له فلسطیني کډوالو د م.م د ملاتړ ادارې فعالیت درول کېږي، خو ملګرو ملتونو دغه کار له نړۍوال قوانینو سرغړونه بللې او وایي چې دغه پرېکړه به بدې پایلې ولري.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د اسرائیلو په برید کې د یحیی سنوار ژوند بایللو راپورونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
حزبالله ویلي، د اسرائیلو په شمالي ښار بنیامینا کې یې د اسرائیلو پر یو پوځي کمپ د بېپیلوټه الوتکو برید کړی چې له امله یې څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په غزه کې په داسې حال کې پر یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپيان شوي چې د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې د دغه ډول بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران وايي، تېره شپه یې پر اسرائيلو توغندیز بريدونه کړي، هلته یې لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي او ۹۰ توغندي پر نښه شوو موخو لګېدلي دي.
اسلامي امارت د اسرائیل د یوه چارواکي هغه څرګندونې پر سختو ټکو غندلي چې ويلي یې دي، د اقصی جومات په دننه کې به يهودي کنيسه جوړه کړي.