امریکا
راپورونه
امریکا: داسې شواهد نشته چې وښیي افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري
د امریکا سپینه ماڼۍ وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي په پاکستان کې او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشت افغان کډوال دې په سخت دریځۍ او ترهګرۍ فعالیتونو کې دخیل وي.
سپینې ماڼۍ د هغو هڅو ملاتړ کړی چې په امریکا کې د افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا همغږیکوونکی وایي، د امریکا حکومت د هغې لایحې په اړه د هلو ځلو ملاتړ کوي چې دغه هېواد ته د راغلو افغان کډوالو مېشتېدنه له ناقانونه کېدو ساتي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جیمز ډابنز ومړ
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالتونو مخکنی ځانګړی استازی جیمز ډابنز د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو.
امریکا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې
د امریکا متحدو ایالتونو او ازبکستان ځانګړو استازو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.
ډاکټر اسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپیدي غوره جایزه ګټلې
ډاکټر محمداسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپيدي غوره جایزه ګټلې او ټاکل شوې د روان ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د یوې خیریه ټولنې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته وسپارل شي.
امریکا او هند په افغانستان کې د ټولګډون سیاسي جوړښت پر اهمیت ټینګار کړی
د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري او د دواړو د یوه «ټولګډون سیاسي جوړښت» پر اهمیت ټینګار کړی دی.
فلیپین د امریکا پر هغه وړاندیز غور کوي چې غواړي زرګونه افغانان هلته لنډمهاله مېشت کړي
په واشنګټن کې د فلیپین سفیر وایي، ددغه هېواد د مشرانو جرګه د امریکا پر هغه وړاندیز بحث کوي، چې غواړي زرګونه افغانان په دغه هېواد کې لنډمهاله مېشت کړي.
«امریکا ته پر شرایطو برابر افغانانو د لېږد بهیر له پنځو تر لسو کلونو پورې غځېږي»
په امریکا کې د افغانانو د لېږد ایتلاف مشر وایي، د امریکا متحده ایالتونو حکومت له افغانستانه پر شرایطو برابرو افغانانو د ایستلو بهیر له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې غځوي.
امریکا ته د افغانانو د لېږد تړون تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځول شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.
امریکا او متحده عربي امارات پر افغانستان خبرې کړې
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر له سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. ویسټ تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، په دوبۍ…
د افغانانو ملي اتڼ د امریکا یوه دولتي پوهنتون په نصاب کې شامل شو
د راپورونو له مخې، د افغانانو ملي اتڼ د امریکا متحده ایالتونو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل کړاى شو.
د امریکایي پوهنتون نوې څېړنه: د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر اوسه څلورنیم میلیون کسان وژل شوي
د یوه امریکایي پوهنتون په نوې څېړنه کې ویل شوي چې پر امریکا د یوولسم سپټمبر تر بریدونو وروسته، د ترهګرۍ پر ضد پیل شوې جګړه کې څلورنیم میلیون کسان وژل شوي دي.
د قطر لومړي وزیر له بلېنکن سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو ټیلېفوني خبرې کړې دي
د قطر لومړي وزیر کندهار ته له سفر وروسته د افغانستان وروستیو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د امریکا بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.
امریکا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو کې د خلکو ګڼهګوڼې یوه ځای کې د موټر د ټکر له امله ۸ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
























