منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۸ غ.و
۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

امریکا

۷۶۸ راپورونه

راپورونه

غړي

امریکا د ګوانتانامو دوه بندیان ازاد کړل

امریکا اعلان کړی چې دوه پاکستاني وروڼه یې د ګوانتانامو له زندانه ازاد کړي او خپل هېواد ته یې استولي دي چې له دې سره په دغه زندان کې د بندیانو شمېر ۳۲ کسانو ته کم شوی دی.

غړي

امریکایي محکمه: د افغانستان بانک شتمني د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي

د امریکا د نیویارک یوې محکمې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید د افغانستان اوسني واکداران ورکړي، نه د افغانستان پخواني اسلامي جمهوري دولت او یا هم افغانان؛ ځکه د یادې پېښې…

غړي

امریکا: د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوي او په دې اړه یې له خپلو متحدینو سره مشورې هم پیل کړې دي؛ خو بل لورته سرپرست حکومت وايي، د متقابل احترام او مثبت تعامل غوښتونکي دي.

غړي

سیګار: امریکا د افغانستان پر کانونو سلګونه میلیون ډالر بې‌ګټې او ناکامه پانګونه کړې

د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي، امریکا د ۱۷ کلونو په موده کې د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې سلګونه میلیون ډالر پانګونه کړې، خو کومه مثبته پایله یا ګټه یې نه درلوده.

غړي

امریکا: پاکستان حق لري چې د «ترهګریزو» بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان حق لري چې د «ترهګریزو» بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي او د افغانستان سرپرست حکومت دې هم پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې خاوره به یې د نورو پر ضد نه کارېږي.

غړي

حامد کرزي امریکا په افغانستان کې پر لوی مالي فساد تورنه کړې ده

د افغانستان پخواني‎ ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن‌پوسټ سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ پر مذاکراتو او په افغانستان کې د خلکو استازي حکومت پر شتون ټینګار کړی او امریکا یې په افغانستان کې پر پراخ مالي فساد تورنه کړې ده.

نور راپورونه