ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

امریکا کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

author avatar
6 Jan 2023 - 01:18
امریکا کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي
author avatar
6 Jan 2023 - 01:18

اټلانټا (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د امریکا د یوټا ایالت پولیس وايي، په ایناک ښارګوټي کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۸ غړو مړي یې موندلي دي.

د امریکایي رسنیو د خبر له مخې، یاد کسان په ډزو وژل شوي چې تېره ورځ (چهارشنبه) یې مړي‌ موندل شوي دي.

پولیس وايي، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې د یادې سیمې د خلکو ژوند ته دې ګواښ وي.

چارواکو د یادې پېښې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د ایناک ښارګوټي اداري مسئوول راب ډاتسن ویلي چې د سیمې خلکو دا کورنۍ پېژندله او دې پېښې ټول خواشيني‌ کړي دي.

نوموړي په یوه ویډیويي بیان کې ویلي: «موږ ډېرو له هغوی سره یو ځای په کلیسا او ټولنه کې کار کړی دی او له هغوی سره ښوونځیو ته تللي یو… دا ټولنه درد احساسوي او ډېرې پوښتنې لري.»

هغه وايي، یاد خلک ډېر وخت لیدل شوي نه وو او پولیس ورغلل چې احوال یې واخلي خو د دوی مړي یې وموندل.

د راپورونو له مخې، په امریکا کې له هغو خلکو سره چې حکومت مرستې کوي، که په خپل وخت یا د څه مودې لپاره د مرستې اخیستو لپاره ورنه شي، نو بیا پولیس کورونو ته یې د پوښتنې لپاره ورځي.

ایناک د یوټا یو لرې پروت ښارګوټی دی چې شاوخوا ۸۰۰۰ اوسېدونکي لري.

د وسله‌وال تاوتریخوالي ارشیف د معلوماتو له مخې، تېر کال په متحدو ایالتونو کې د ډزو په پېښو کې  ۴۴ زره ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

Visits: 216

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.