د افغانانو د جبري را ایستنې دوام؛ خو لا هم هره ورځ ډېر شمېر ځوانان د کار لپاره ایران ته ځي
د هرات ځيني ځوانان چې ایران ته د تلو اراده لري، له خراب اقتصادي وضعیته شکایت کوي او وایي د وزګارۍ له امله اړ دي چې هېواد پرېږدي، خو مسوولینو بیا وايي ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
























