د ایران کورنیو چارو وزیر: ایران کې له افغانانو سره ناوړه چلند محکوم دی
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له تېرو لسو ورځو راهیسې ۱۰۳ ټانکره بېکیفیته پټرول تېل چې له ایرانه فراه ولایت ته وارد شوي وو، بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوي دي.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداري د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د «جي۵» هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېره یوه اونۍ کې چې له ایرانه ۷۵ ټانکره بېکیفیته تېل فراه ته راغلي و، بېرته هغه هېواد ته مسترد شوي دي.
په کابل کې د ایران مرستیال سفیر وایي چې دغه هېواد هر وخت د افغان ملت ترڅنګ ولاړ دی او د افغانستان مخالفینو لپاره امن ځای نه دی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۴ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د ایران لپاره د سعودي سفیر عبدالله بن سعود العنزي تهران او د سعودي لپاره د ایران سفیر علیرضا عنایتي ریاض ته تللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت قونسلګرۍ عمومي مدیر ویلي چې د دغه هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي.
ایران د افغانستان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به د خواف - هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا او د انتقالاتو کچې لوړولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، ۴۵ ټانکره بېکیفیته تېل چې له ایرانه فراه ولایت ته وارد شوي وو، بېرته دغه هېواد ته مسترد شوي دي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وایي چې د افغان قابلو او نرسانو د مهارتونو لوړولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د وګړو له صندوق سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته به له ایراني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا او د دوو اړخیزو رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې محمدحسین ولایتي د دې رسنۍ یو فوټو خبریال تېره شپه په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی. دغه خبري اژانس نن سهار یوه راپور کې…
د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوانينو په چوکاټ کې له ايران او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي. د باختر اژانس…
د ایران سرحدي چارواکو ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې له ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استولي دي. ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د ولایت سرحدي ځواکونو د قوماندان سردار…
د هېواد والیبال ملي لوبډله، د والیبال اسیا جام سیالیو په ۲۲ پړاو کې د ګډون لپاره سبا ایران ته روانېږي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، په تېرو لسو ورځو کې له ایرانه وراد شوي ۷۴ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.