ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت: د قوانينو په چوکاټ کې له ايران سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو یو

د کرنې وزارت: د قوانينو په چوکاټ کې له ايران سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو یو

author avatar
25 Aug 2023 - 00:26
د کرنې وزارت: د قوانينو په چوکاټ کې له ايران سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو یو
author avatar
25 Aug 2023 - 00:26

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوانينو په چوکاټ کې له ايران او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري ایران ته د سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د مقام تخنیکي سلاکار میرویس خوږیاڼی د ایران هېواد د بوټې ژغورنې ادارې له چارواکو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ایران د نباتي بوټې ژغورنې چارواکو د آفاتو او ناروغیو د کنټرول په موخه د لابراتوارونو  فعالول، د عضوي سرو جوړولو، د صحرایي ملخانو مشترک کنترول، د قرنطین سټیشنونو د معیاري کول، د قرنطین د څانګې د انلاین سندونو سیسټم فعالول، د کرنیزو درملو او کیمیاوی سرو د واردولو او صادرولو د کارمندانو د وړتیا لوړولو او نورو تخنیکي څانګو کې د کرنې وزارت له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو ته به په یادو برخو کې لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنیز کورسونه برابر کړي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت د بوټې ژغورنې رییس عتیق الله مسلم د کرنیزو محصولاتو د روغتیا په بېلابېلو تخنیکي برخو د بحث په ترڅ کې د ایران د بوټې ژغورنې له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د لابراتوارونو د تجهیزاتو او تاسیساتو په بیارغولو کې همکاري وکړي، چې د ایراني چارواکو له خوا ومنل شو.

دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت تخنيکي ټيم د ایران هېواد د چمتووالي هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په چوکاټ کې د ايران له اسلامي جمهوريت او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.