ژبه

۴۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته وګرځول شول

توسط افسانه حیدري

اگست 28, 2023 - 2:01 pm

Views: 202

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، ۴۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل چې له ایرانه فراه ولایت ته وارد شوي وو، بېرته دغه هېواد ته مسترد شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هېواد سټنډرډ ملي ادارې نن (وږي ۶مه) د یوه خبر په خپرولو سره لیکلي چې له ایرانه وارد شوي ۴۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچينه وایي چې په دې وروستیو کې د ستنډرډ ملي اداره په خورا جدیت سره د بې‌کیفیته تېلو وارداتو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کوي.</p>

<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۵مه هم ۷۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل چې له ایرانه هېواد ته وارد شوي وو، د فراه او نیمروز ولایتونو له لارې بېرته دغه هېواد ته مسترد شوي دي.</p>