Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي کسانو سره نښته کې وژل شوی دی.
بادغیس کې ځيني معلولین په داسې حال کې د خلکو له ناسم چلنده شکایت کوي چې دغه ولایت کې مسوولین وايي، د معلولینو حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ډېروي.
د بادغیس ځیني اوسېدونکي ادعا لري چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په ځنډ مخ ته ځي، خو مسوولین د دې موضوع په رد کولو سره وايي چې هره ورځ د نږدې ۳۰۰ غوښتونکو اسناد طی مراحل کوي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ټیټه شوې خو اوس هم د وچې ډوډۍ وزن کم دی او بیه یې نه ده ټیټه شوې.
بادغیس کې یو شمېر ناروغلرونکي په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت کوي او وايي، داسې بسترونه هم شته چې ان تر څلورو ناروغان په کې بستري دي.
بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.
د بادغیس ځيني اوسېدونکو د ځمکې لاندې اوبو کمېدو له امله اندېښنه ښودلې او له حکومته غواړي چې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي.
بادغیس کې ځیني مالداران په داسې حال کې په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي له امله اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، مالدارانو ته یې د څارویو ۲۵۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او زیاتوي چې دغه ډول مرستې به دوام ولري.
د کلیو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیمونه جوړولو چارې پیل شوې.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او شپږ کسان نور ټپيان دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ټکنيوالي شکایت لري، خو مسوولین وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP