Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د روان کال په ژمي کې په هېواد کې کمسارې يخنۍ د لسګونو کسانو ژوند واخیست او زرګونه څاروي يې هم له منځه یووړل؛ عبدالسلام او عبدالباقي په بادغيس ولايت کې د دغې یخنۍ دوه قربانيان دي چې کورنۍ يې د سختې بېوزلۍ او سږنۍ يخنۍ کیسه کوي.
د بادغیس ځيني سینماګران له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي؛ بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، هغوی چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي ملاتړ یې کوي.
قلعهنو (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دوی یوه پولیس د خپلې وسلې په خطايي ډز ژوند له لاسه ورکړی
په بادغیس کې یو شمېر درملپلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخهلیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
بادغیس کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د دوو ځوانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر کتابپلورونکي د کتابونو د پلور بازار کمرنګه کېدو خبره کوي؛ خو کارپوهان وایي چې له کتابونو څخه استفاده نه کول د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.
په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.
په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.
قلعۀنو (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بادغیس د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سختي یخنۍ له امله څلور ماشومان
د بادغیس ځیني اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له بند پاتې کېدو شکایت کوي او د دغه بهیر د بیا پیلېدو غوښتونکي دي، خو مسوولین وايي، تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او د دې ستونزې په هوارېدو سره به د پېژندپاڼو د وېش بهیر بیا پیل شي.
قلعۀنو (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې اوومې خصوصي سیمهییزې راډیو فعالیت پیل کړ. د دغې راډيو
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن