ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس اوسېدونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر دې ژر تر ژره پیل شي

د بادغیس اوسېدونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر دې ژر تر ژره پیل شي

author avatar
20 Dec 2022 - 14:11
د بادغیس اوسېدونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر دې ژر تر ژره پیل شي
author avatar
20 Dec 2022 - 14:11

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د بادغیس ځیني اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له بند پاتې کېدو شکایت کوي او د دغه بهیر د بیا پیلېدو غوښتونکي دي، خو مسوولین وايي، تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او د دې ستونزې په هوارېدو سره به د پېژندپاڼو د وېش بهیر بیا پیل شي.

یادو اوسېدونکو ویلي، له څو ورځو راهیسې د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره د پېژندپاڼو د وېش مرکز ته ورځي خو د یاد مرکز دروازه تړلې او کارکوونکي یې نه وي.

د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمداسحاق پژواک ته وویل: «له ډېرې مودې راهیسې د پېژندپانې اخیستلو لپاره راځم خو د دغه مرکز دروازه تړلې ده او څوک موږ ته ځواب نه راکوي.»

د سرچینې په وینا، د مرستو ترلاسه کولو لپاره پېژندپاڼې ته اړتیا ده خو د تذکرو مرکز هیڅ یو کارکوونکی نشته چې ده ته پېژندپاڼه ورکړي.

د دغه ولايت د مرکز «قلعه‌نو» ښار يو بل اوسېدونکى محمد نبي هم د احصايې او معلوماتو ادارې له تړل کېدو شکايت کوي.

هغه وايي چې خپلو اولادونو ته د پېژندپاڼو اخیستو لپاره دغې ادارې ته تللى و، خو له څو ورځو راهيسې يې دروازه تړلې ده.

نوموړي زیاته کړه، هر ځل چې دې ادارې ته ورغلی، ورته ویل شوي چې دفتر د اسلامي امارت له خوا تړل شوی او معلومه نه ده چې کله به پرانیستل شي.

هغه زیاتوي: «اسلامي امارت باید ژر تر ژره د خلکو دغه ستونزه حل کړي؛ ځکه خلک پېژندپاڼو ته اړتیا لري.»

خو د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مطیع‌الله متقي د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست تړل کېدل تخنیکي ستونزه بولي.

متقي زیاتوي: «د کاغذي او برېښنايي تذکرو خدمات د تخنیکي ستونزو له امله متوقف دي، ان‌شاءالله کله چې تخنیکي ستونزه حل شي، بېرته فعالېږي.»

د سرچينې په وينا، هڅې روانې دي چې په دې اداره کې شته تخنيکي ستونزې حل او د پېژندپاڼو د وېش لړۍ بيا پيل شي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.