منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بادغیس کې څلور ماشومان او یو ځوان د سړې هوا له امله مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۳ کتنې

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بادغیس د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سختي یخنۍ له امله څلور ماشومان او یو ځوان مړه شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله له لوري خپره شوې راغلي، مړه شوي کسان د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو.

سرچینه زیاتوي، د مړو شوو ماشومانو عمر له پنځو کلونو کم و.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د هوا سړېدو له امله مالدارانو هم ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.