Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو یو شمېر مالکین وايي چې د ځوانانو له بیا کډوال کېدو د مخنیوي او تازه راستانه شوو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره ځیني پلانونه لري؛ هغوی د برېښنا او لومړنیو توکو کمښت د خپلو کارخونو له عمده ستونزو بولي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو برابرېږي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري او تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه شمېر کې د پام وړ لوړوالی راشي.
د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د شل کیلواټه برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې دوه زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د ۲۰۱میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې یوه پروژه پرانیستل شوه.
د لغمان د بادپښ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ ځینو کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه چې چارې یې د تېر حکومت پر مهال ۹۵ سلنه ترسره شوې، بشپړه شي.
د ننګرهار برېښنا ریاست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پر ۱۱ زره او ۵۸۵ خپلو هغو پېرودونکو برېښنا پرې کړې چې له دوو د ډېرو میاشتو بېلونه یې نه دي تحويل کړي.
د تورخم ښارګوټي اړوند د راستنېدونکو کډوالو عمري کمپ کې د برېښنا شرکت له خوا د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د ۱،۵ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا شبکه فعاله شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا صندقونو د ساتنې په اړه د لګول شوي فیس برخه کې تېروتنه شوې وه او په کال کې به ۱۰۰ افغانۍ له استوګنیزو او ۲۰۰ افغانۍ له سوادګریزو پېرودونکو اخیستل کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت له خصوصي سکټور سره د ۲۰،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او انتقال د لسو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په دغه ولایت د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د برېښنا ۳۰ کوچنۍ پایې چپه شوې چې له امله د زرګونو کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه څه باندې ۴۰ افغانۍ ده چې دوی یې د پېرلو توان نهلري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP