جلالاباد (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د تورخم ښارګوټي اړوند د راستنېدونکو کډوالو عمري کمپ کې د برېښنا شرکت له خوا د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د ۱،۵ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا شبکه فعاله شوه.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د برېښنا له دې شبکې به د کمپ ساحې روښانېدو ترڅنګ څلور زره کورنۍ ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه چې د برېښنا دغه شبکه د څلورو جنراتورونه پر مټ د اوس لپاره ۲۲۰ خېمو او کورونو ته برېښنا ورکوي.
د نوموړي په خبره چې پر یاده شبکه څه باندې اووه میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
مصطفی وویل: «دلته له وزير څخه تر عادي کارکوونکي ټول په خدمت بوخت دي، همدا لامل دی چې په کمپ کې تقريباً ټول اساسي خدمات شتون لري.»
د ولایت مرستيال وايي، راستنېدونکو هېوادوالو ته خدمت د ټول افغانستان شريکه مسئله ده او ولايتي اداره ژمنه ده چې خپلو خلکو ته په ټولو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.
د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر هم وویل چې دا راستنو شوو هېوادوالو ته لومړنی خدمت نه دی؛ بلکې د هغوی لپاره يې ۱۵۰ بستونه اعلان کړل او ډاډ يې ورکړی چې په وړ بستونو کې به یې پر دندو ګوماري.
نوموړي وويل، نورې پروژې هم لري چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره او لومړيتوب به راستنو شوو هېوادوالو ته ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP