کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د ۲۰۱میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې یوه پروژه پرانیستل شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.
هغه ویلي، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي.
د ده په خبره، له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدریجي توګه پر وارداتيبرېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.
ملا برادر ویلي، افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بدهمرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی دی.
هغه پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې غږ کړی چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري متوقفې شوې پروژې له سره پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP