تخار کې څه باندې ۲۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوهنیمو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو او تروریستي فعالیتونو په تور ۲۰۶ کسان نیول شوي دي.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوهنیمو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو او تروریستي فعالیتونو په تور ۲۰۶ کسان نیول شوي دي.
تخار کې یوه ځوان د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د غالۍاوبدنې یوه کارګاه جوړه کړې چې په کې ۴۰ ښځې پر کار بوختې دي.
تخار کې په لومړي ځل یوه خیریه بنسټ د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د لسګونو پرې شونډو او پرې تالو ماشومانو وړیا درملنه پیل کړې ده.
تخار کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي او صادروونکي ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له دوو کلونو راهیسې نورو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو په برخه کې د هیڅ قرارداد شاهدان نه دي.
د تخار کلفګان ولسوالۍ د سرقروق سیمې اوسېدونکي په خپلو کې د ودونو کولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په ځینو مواردو کې د دې ډول ودونو نتیجه کې زېږېدلو ماشومانو ته جنټیکي ناروغۍ پیدا شوې دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوه کس خپله کوژدنه او د هغې د کورنۍ درې غړي وژلي او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.
د تخار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نږدې سلو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو فعالیت ترڅنګ، د لرو پرتو سیمو خلکو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هم خدمات وړاندې کوي.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په دو راهي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د تخار د رستاق ولسوالۍ د شپږو لرو پرتو کلیو اوسېدونکي څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، وایي چې دوی له مالدارۍ لاس اخیستی او د خپلو کورونو د پرېښودو په هڅه…
د تخار د دشتقلعې ولسوالۍ د اورتهظلم سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د «طوره خان» منځني ښوونځي زدهکوونکي پرته له سرپناه په ازاده فضا کې زدهکړې کوي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو پرېکړه کړې څو دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.
د تخار د بهارک ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ناپاکو اوبو چې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي، استفاده کوي.
امنیتي سرچینې وايي، په تخار، لوګر او فاریاب ولایتونو کې د یوه مخکني جهادي قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژلې ده.
د تخار پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د تالقان ښار په «بولک ورته بز» سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې یو سوداګر ورکوي. د تخار د…
تخار کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې یوه کور ته نامعلوم وسلهوال ننوتلي، یو کس یې په چړې وژلی او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.
تخار کې امنیتي سرچینې وایي، نامعلومو کسانو د یاد ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې یوه ۲۱ کلنه نجلۍ وژلې ده.
تخار کې ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پيل شوې وې چې د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د تخار ځیني اوسېدونکي د اندېښنو څرګندولو سره وایي، چې ژوبین لرغونې کلا چې سلګونه کاله مخینه لري، اوس د موسمي سېلابونو او غیرقانوني کیندنو په نتیجه کې د له منځه تلو په حال کې ده.
د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر خلک او ناروغ لرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ځینو خصوصي روغتونونو کې یوازې پر لوحو د متخصص ډاکټر نوم لیکل شوی، خو خپله ډاکټر نه وي.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
۶۰ کلن مینګمحمد له ۳۳ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې د تخار - کندوز پر عمومي سړک په یوه هدیره کې شپې او ورځې تېروي؛ هغه د «سوځېدلي موټر» په سیمه کې…
په تخار کې د سرو او سپینو زور ځیني پلورونکي په ټولنه کې بيوزلي او اقتصادي ستونزې د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل ګڼي او وايي، د پخوا په پرتله د ګاڼو د پلور کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې ده.