ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوه کس د خپلې کوژدنې په ګډون د خسر د کور څلور غړي وژلي

تخار کې یوه کس د خپلې کوژدنې په ګډون د خسر د کور څلور غړي وژلي

author avatar
16 Oct 2023 - 16:29
تخار کې یوه کس د خپلې کوژدنې په ګډون د خسر د کور څلور غړي وژلي
author avatar
16 Oct 2023 - 16:29

تالقان (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوه کس خپله کوژدنه او د هغې د کورنۍ درې غړي وژلي او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.

د یادې سرچینې په خبره، دغه کس تېره شپه د تالقان ښار درېیمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د خپل خسر کور ته دننه شوی، د خپلې کوژدنې په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافی هم دا پېښه تاییدوي او وايي، تېره شپه د تالقان ښار په خس‌کپه سیمه کې د کورني تاوتریخوالي پایله کې د زوم له خوا د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، د یادې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او په دې اړه نورې څېړنې هم پیل شوې دي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.