Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د یوې قومي جرګې له لارې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو؛ د دواړو کورنیو غړو یو بل ته بښنه وکړه، دښمني او کینه یې له منځه یووړه او سوله یې وکړه.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دي.
ستره محکمه وایي، په خوست او جوزجان ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د زېبالنساء په نوم یوه نجلۍ توانېدلې چې په کلک هوډ سره د ځان او نورو نجونو لپاره د پرمختګ نوې لار پرانیزي، هغې د خیاطي د یوې کارګاه په جورولو سره لسو نورو ښځو ته هم د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ځوان د قتل په تور یې دوه کسان نیولي دي.
کروندګري چې ډېری د نارینهوو کار دی، خو ۲۴ کلنه ذکیه نوري د شبرغان په یوه کلي کې له سهاره تر مازیګره له خپل سپینږیري پلار سره پر ځمکو کار کوي څو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د یوه لاسي بم چاودنې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جوزجان د استيناف محمکې مسوولین وايي چې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ، د دغه ولایت د شبرغان ښار په ورزشي سټډیوم کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
جوزجان کې یوه ښځه چې د خوږو د تولید کارخونه یې جوړه کړې، وایي، د دې ترڅنګ چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، لسو نورو بېوزلو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو سړی د چاقو په وسیله وژلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP